اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو او پارلماني چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې خبريالانو او د میډیا كارمندانو په بردستۍ سره د نوكرو څخه اخوا كولو مسئله به قبلولې نشي، میډیا وركرز او خبريالانو ته په ترلاسه قانونی تحفظ عمل درآمد كول زمونږ وړومبۍ ذمه واري ده ، د حكومت ټولي همدردۍ د میډیا وركرز سره دي۔ د نهې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د سېنېټ پریس ګیلرۍ څخه واك آؤټ كونكو خبريالانو سره خبرو كښې نګران وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل خبريالانو او میډیا وركرز په زبردستۍ سره نوكرو څخه وېستلو په اړه به د پیمرا چیئرمېن سره خبره وكړم دغسې د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ غونډعه د جمعې په ورځ كېږي، د دې مسئلې په اړه به د قائمه كمېټۍ چیئرپرسن سره هم خبره كولې شي۔ده ووئيل د قانون له مخې چې كوم هم اقدامات ممكن وي،هغه به كولې شي،د حكومت همدردۍ د میډیا وركرز سره دي، میډیا وركرز او خبريالانو ته چې كوم هم قانونی تحفظ ترلاسه دې ، په هغې به عمل كولې شي۔دې څخه وړاندې د سېنېټ غوندې په مهال خبريالانو د سېنېټ پرېس ګیلرۍ څخه بيل میډیا ادارو څخه د خبريالانو په زبردستۍ د نوكرو څخه وېستلو په معامله واك آؤټ كړې ؤ۔