اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) الیکشن کمېشن د ټولټاكنو 2024 لپاره ضابطه اخلاق جاری کړې دي،چې له مخې به ئې سیاسی ګوندونه ، امیدواران او الیکشن ایجنټ نه داسې د رايو كومه څرګندونه كوي او نه به داسې كوم عمل كوي كوم چې په څه ډول كښې د نظریه پاکستان یا پاکستان خپلواكۍ ، سلامتيا په ضد وي يا اخلاقیات یا امن او امان په ضد وي یا كوم څخه چې د عدلیې آزادی یا خپلواكي ځپلې كېږي يا د عدلیې یا پوځ شهرت ته زيان رسي۔د شورو په ورځ د الیکشن کمېشن د اړخه جاري شوې ضابطه اخلاق له مخې سیاسی ګوندونه ، امیدواران او الیکشن ایجنټ دستور او قوانین كښې وركړې شوي د پاکستانیانو حقوق او د هغوې د آزادۍ خيال ساتلې شي، په ښه ډول ټاكنو كولو ، اخلاقیات او امن و امان په ځائې ساتلو له الیکشن کمېشن د ټولو احکامات او ضابطه اخلاق پیروی به كولې شي، د ټاكنو كمپائن په مهال دې خپل كارمندان د تشدد څخه وساتلې شي، جلسے، جلوسونو او په پولنګ ورځ به د هر ډول وسلې په نمائش بشپړه بنديز وي،دا بنديز به تر حتمی نتيجو مرتب كيدو 24 ساعته وروستو هم په ځائې وي دغسې د سیاسی ګژندونو پھ مشرانو او امیدوارو به د دې اطلاق نه وي كوم چې لائسنس او د ډپټی کمشنر یا اړوند چاروكاو د اړخه اجازت نامه لري۔ صدر، وزیراعظم، سېنېټ چیئرمین، ډپټی چیئرمېن، سپیکر، ډپټی سپیکر، وفاقی او صوبائی وزيران ، ګورنرز، اعلیٰ وزيران ، میئر، چیئرمېن، ناظم، مشیران کومه هم حلقه انتخاب کښې د ټاكنو كمپائن كښې برخه نه شي اخستلې دغسې د سېنېټ غړي او لوکل ګورنمنټ ته د ټاكنو كمپائن كښې د برخې اخستلو اجازه ده۔د كومي هم اسمبلۍ سپیکر او ډپټی سپیکر نه علاوه ځائې حکومتونو عهدیدارانو به دا بنديز لاګو نه وي چرته څخه چې پخپله په ټاكنو كښې برخه اخلي هغوي به هلته د سرکاری پروټوکول او وسائل استعمال څخه ډډه كوي۔د پولنګ د اختتام نه پس د شپې 12 بجو څخه تر 48 ساعته وړاندې به د ټاكنو كمپائن بندولې شي۔ ضابطه اخلاق له مخې كوم هم سیاسی ګژند به په پرنټ، الیکټرانك او سوشل میډیا كښې د سرکاری خزانې څخه تشهیری مهم نه وي۔دغسې د ټاكنو په مهال وفاقی، صوبائی یا ځائې حکومتونو د اړخه سرکاری ميډيا جانبدارانه کوریج په غرض سره به په غلط استعمال بنديز وي، سیاسی ګوندونه ، امیدواران او الیکشن ایجنټ كور كور ته تللو سره کنوینسنګ کولې شي په دې مهال هغوې د ګوند منشور نه علاوه د ووټر کوائف له مخې ووټر پرچی تقسیمولې شي، د پولنګ په ورځ په پولنګ سټیشن د ووټر پرچی تقسیمولو اجازه شته۔په دغه پرچی د امیدوار نامه ليكلو،د ګوند او امیداوار نښه په پرنټ کولو به بنديز وي۔ ضابطه اخلاق له مخې كوم هم سیاسی ګوند يا امیدوار 18×23 انچ پوسټر، 9×6 انچ هینډ بلز، پمفلټس، 3×9 فټ بینرز او 2×3 فټ پورټریټس استعمالولې شي۔ قرآنی آیات، احادیث او نور مذهبونو مقدس صحیفو تعظیم په ځاې ساتلو لپاره تشهیری مواد په هغې د پرنټ كولو څخه دې ډډه وكرې شي۔په ټولو سركاري ځايونو ، قامی ادارو، تنصیبات او پلونو پوسټر لګولو به بنديز وي۔ هورډنګز بل بورډز، وال چاکنګ او كوم هم سائز په پینا فلیکس به بنديز وي،د كوم هم سرکاری ملازم عكس تشهری مواد به پرنټ كولې نشي۔د كوم ګوند لګيدلې پوسټرز، بینرز دويم ګوند نه شي لري كولې، په سرکاری ودانو د خپل ګوند بيرغ لګولو به بنديز وي۔ سیاسی ګوندونه به د جلسو لپاره بيل شوې ځائې جلسه كوي، د پروګرام به د دړاندې څخه ډسټرکټ مانیټرنګ آفیسر، ضلعی انتظامیه خبرولې شي۔ په ګاؤو ، موټرو به د لاريونو كولو بنديز وي، سيمه ايز او فرقه وارانه جذبات له هوا وركولو او صنفی قومیتی، مذهبی ذات اډانه ګروه بندی او په لسانی بنیاد د شخړو له امله جوړيدونكي تشهیر یا تقریر څخه دې ډډه وكړې شي۔ د پولنګ په ورځ د پولنګ سټیشن 400 میټره دننه به په كوم هم كمپائن بنديز وي، 100 میټره دننه بینر، بيرغ لګولو به بنديز وي، سیاسی ګوندونه ، امیدوار كلي والو سيمو كښې پولنګ سټیشن څخه 400 میټره او ښارونو كښې 100 میټره لري خپل کیمپ لګولې شي۔ كوم هم امیدوار الیکشن ایجنټ یا د هغه كوم حمایتی یا پولنګ ایجنټ کةم پریذائیډنګ افسر، اسسټنټ پریذائیډنګ افسر، پولنګ افسر یا وظيفه ترسره كولو متعین کوم سکیورټی اهلکار به سياسي چارو كښې څه ډول مداخلت یا خنډان نه راولاړوي۔ میډیا مبصرین له پولنګ سټیشن احاطې ته تللو لپاره ایکریډیټیشن کارډ ښودل لازمي وي۔ كوم هم سركاري ملازم د كوم هم ګوند يا امیداوار په حق كښې د ټاكنو كمپائن نه شي چلولې۔ کامیاب امیدوارانو نامو اشاعت به 30 ورځو كښې دننه انتخابی خرڅونو تفصیلات ریټرننګ آفیسر له وركول وي۔ امیدوار انتخابی حلقه كښې درې الیکشن ایجنټ او هر پولنګ سټیشن و بوتھ يو پولنګ ایجنټ مقرر کوي۔ ضابطه اخلاق له مخې د ټاكنو كمپائن یا پولنګ په ورځ څه ډول هم تشدد راپارولو څخه ډډه كوي۔ سیاسی ګوندونه ، امیدواران، الیکشن او پولنګ ایجنټ انتخابی عملے او انتخابی مواد تحفظ لپاره د قانون نافذ کونكو ادارو سره بشپړه مرسته وكړي۔ سیاسی ګوندونه ، امیدواران او د هغوې حمایتی کوم هم شخص له ټاكنو كښې برخه اخستلو يا نه اخستلو ، لاس په شا كيدو یا لاس نه په شا كيدو ترغیب وركولو لپاره ډالۍ او رشوت وركولو څخه ډډه وكړي۔ د الیکشن کمېشن د اړخه احکامات، هدایات او ضابطه اخلاق پیروی دې وكړې شي۔ الیکشن کمېشن تضحیك څخه دې ډډه وكړې شي۔ پولنګ ایجنټ په سترګو وړوند یا معذوره وګړو سره معاونت لپاره په تللي تن به اعتراض نه كوي دغسې امیدوار د الیکشن ایجنټ یا پولنګ ایجنټ ووټر سره د ووټ استعمالولو ځائې ته نه شي تللې۔ پولنګ یا الیکشن ایجنټ پریذائیډنګ افسر جوړ شوې فارم 45 (د شميري ګوشوار) او فارم 46 (بیلټ پیپر اکائونټ) به لاس لريك كوي۔