سپیشل انویسټمنټ فیسلی ټیشن کونسل د سيوري لاندي قامی سیمینار پاکستان د آئی ټی مرکز جوړولو زمونږ د اجتماعی عزم عکاس ؤ۔وزیراعظم

image

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې سپیشل انویسټمنټ فیسلی ټیشن کونسل د سيوري لاندي تيره ورځ د پاکستان د آئی ټی صلاحیتونو څخه ګټه پورته كولو په اړه قامي سیمینار پاکستان د آئی ټی مرکز جوړولو زمونږ د اجتماعی عزم عکاس ؤ۔د جمعي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل په دې سیمینار كښې پبلك او پرائیویټ سیکټر هغه ټول سټیك هولډرز ګډون كړې چا چې د آئی ټی انقلاب بنیاد اېښودلې ؤ د كوم چې هېواد ته حاجت دې۔ده ووئيل پاکستان دوه درې كلونو كښې خپل د آئی ټی برآمدات تر 25 اربه ډالرله رسولو لپاره ټول عوامل لري۔ده ووئيل د انفارمیشن ټیکنالوجی په څانګه كښې سرمایه کارۍ څخه سمدستي انعام او ګټه ترلاسه كيدې شي او زمونږ د بے روزګارۍ مسئلے حل کولو كښې مونږ مخ په وړاندې تللې شو۔دا کونسل د حکومت د نقطه نظر نمائندګی کوي ، آئی ټی، زراعت، درنګونو او معدنیات او دفاعی پیداوار په څانګو كښې د پالیسۍ تسلسل او پیشین ګوئی وركول باوري كېږي۔وزیر اعظم ووئيل حکومتونه بلېږي خو معاشی بحالی منصوبے به هم دې جذبې سره نافذولې شي۔ده ووئيل د آئی ټی انډسټری ته هغه ټولي آسانۍ ترلاسه دي كومي چې ون ونډو انتظام ترمخه پرمختګ ته اړتيا لري۔وزیر اعظم ووئيل د دې صنعت سره تړون لرونكي لارښودو انحصار كوي چې زياتو موقعو څخه استفاده وكړي۔زه په دې موقع د پرمختګ په هغه صلاحیت بشپړه باور لرم

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں