پاکستان د پلاسټك آلودګۍ مسئلې مخنيوي لپاره د پلاسټك ختمولو عزم لري٬ راتلونكې كول لپاره پاك چاپيريال باوري كول زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔ وزيراعظم

image

لاهور 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان د پلاسټك آلودګۍ مسئلې مخنيوي لپاره د پلاسټك په دمه دمه د ختمولو عزم لري٬ راتلونكې كول لپاره پاك چاپېريال باوري كول زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔ د ګل په ورځ د ماحوليات نړيوالې ورځې په موقع خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د پلاسټك آلودګۍ مخنيوي لپاره پلاسټك د يو ځل استعمال نه پس د دې ختمولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ په هڅو كښې د شاملېدو پحقله د خپل عزم تجديد كوي٬ حکومت د پلاسټګ آلودګۍ ختمولو لپاره د قانوني تګلار مرتب كولو په لړ كښې قامي او نړيوالو ډلو سره په فعاله توګه كار كوي۔ ده ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې په اسلام آباد كښې د پلاسټك كارولو ممانعت سره اړوند د 2023 په رېګولېشن كار روان دے او د دې ضابطے له مخې په بشپړه فريم ورك كښې د پلاسټك استعمال مرحله وار ختمولو لپاره به د مودې تعين كولې شي۔ شهباز شريف ووئيل په نننۍ ورځ دې د ټولنې ټولې طبقې د حياتياتي تنوع تحفظ لپاره يو موټې شي او د ري سائيکلنګ اقداماتو کاميابۍ لپاره دې اولسي شعور بېدار كړي۔ ده ووئيل پاکستان د پلاسټك آلودګۍ مسئلې مخنيوي لپاره د پلاسټك په دمه دمه د ختمولو عزم لري٬ راتلونكې كول لپاره پاك چاپېريال باوري كول زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں