د وزيراعظم محمد شهباز شريف كابل كښې د پاكستان هيډ آف مشن سره تېلې فوني تماس ٬ د حكومت او اولس لخوا د يووالي څرګندونه

image

اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په كابل كښې د پاكستان هيډ آف مشن سره د خبرو اترو په مهال هغه سره د حكومت او اولس لخوا د يووالي څرګندونه كړې ۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل په كابل كښې د پاكستان هيډ آف مشن عبيد نظاماني سره زما خبرې شوې۔په دې اورېدو مې تسلي شوې چې هغه محفوظ دے۔وزيراعظم ووئيل هغه سره د حكومت او اولس لخوا د يووالي څرګندونه كوو او په هر لحاظ سره هغه او مشن ته د بشپړې مرستې باور وركوو۔ده ووئيل د بهادر سيكورټي ګارډ زر روغتيا لپاره هم دعا كوو

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں