اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان او چين اريكې په هر دور كښې د باور وړ او ځانګړې پاتې شوي دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د چائنا کنسټرکشن تھرډ انجنئیرنګ بیورو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د كمپنۍ دوهم چيئرمېن تان ګو فو كوله۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او چين اريكې په هر دور كښې د باور وړ او ځانګړې پاتې شوي دي۔ ده د چائنا کنسټرکشن تھرډ انجنئیرنګ بیورو پلاوي ته هركلې ووې او د چين خپلې تېرې دورې په مهال د كمپنۍ صدر سره د شوي خپل ملاقات ذكر يۍ وكړو۔ وزیراعظم د كمپنۍ وائس چيئرمېن تان ګو فو د انفراسټركچر او توان څانګه كښې په منصوبو كښې د سرمايه كارۍ كولو عزم وستائلو۔ وزيراعظم شهباز شريف چائنا كنسټركشن تھرډ انجنئېرنګ بېورو ته پاكستان كښې د تجديد وړ توان منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ وزيراعظم د سېلاب ځپليو مرستې له د بېلو څيزونو په عطيه كولو د كمپنۍ مننه وكړه۔ په ملاقات كښې د وزيراعظم مرستيالان طارق فاطمي ٬ ظفر الدين محمود او اړوند سركاري چارواكي هم موجود وو۔