چيئرمېن بلاول بھټو زرداري خارجه پاليسۍ بيا راژوندۍ كړې۔ شازيه مري

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د غربت كمولو او د سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري د موسمياتي بدلون پحقله په نړيوال كنفرنس كښې د پاكستان موقف په ډاډګيرنه خارجه وزير بلاول بھټو زرداري له مباركي وركولو سره وئيلي دي د ملګرو ملتونو لخوا د ماحولياتي تباهۍ څخه ځپلو هېوادونو لپاره تباهي او زيان”ډيمج اېنډ لاس” فنډ جوړول د بلاول بهټو زرداري د هلو ځلو نتيجه ده۔ د ګل په ورځ د پارلمان بهر ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل چيئرمېن بلاول بھټو زرداري خارجه پاليسۍ بيا راژوندۍ كړې او د يو څو مياشتو د سفارتكارۍ اثرات رامخې ته كېدل پېل شوي، پاکستان د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره بلاول بھټو زرداري او خارجه وزارت ډېره خواري كړې ده

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں