د سرمايه کارۍ حجم 4۔1 اربه كم شوې ٬ په كال 2021 كښې به د جي ډي پي شرح نمو كمه وي۔ د وزيراعظم د خزانې سلاحكار حفيظ شېخ

image
APP08-09 ISLAMABAD: April 09 - Speaker National Assembly Asad Qaiser chairing a meeting of the Parliamentary Committee on coronavirus disease at Parliament House. APP

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د کرونا وائرس په اړه د پارلماني کميټۍ دوېمه غونډه د زيارت په ورځ د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې اوشوه چې پكښې د وفاقي وزيرانو شاه محمود قرېشي، اعظم سواتي او د شېخ رشيد احمد پشمول راجه پروېز اشرف، مشاهد الله ٬ د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاحكار ډاکټر بابر اعوان او سناتور غفور حېدري ګډون وكړو او شېري رحمان، خواجه آصف او د خزانې سلاحكار ډاكټر حفيظ شېخ د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار او د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد د کرونا وائرس له امله د هېواد په معيشت او تجارت د شوي اغيز او د معيشت د بحالۍ په پلان غونډې ته بريفنګ وركړو۔ د تجارت سلاحكار د بريفنګ په مهال ووئيل برآمد كوٶنكو ته سل اربه روپۍ ريليف وركړې شوې او د اېس اېم اي او د زرعي څانګې لپاره هم سل اربه روپۍ ريليف وركوٶ٬ ايمرجنسي رسپانس لپاره هم فنډز بېل كړې شوې ۔ د خزانې سلاحكار حفيظ شېخ كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل د فرورۍ نيمې نه تر اوسه په سټاك ماركيټ كښې 21 فيصده او د روپۍ په قدر كښې درې فيصده كمې راغلې ، د سرمايه کارۍ حجم 4۔1 اربه كم شوې ٬ دغسې په كال 2021 كښې به د جي ډي پي شرح نمو كمه وي۔ ده ووئېل درآمدات كښې 18فيصده كمې شوې ٬ د بجټ خساره 2.3 فيصده كمه شوې ٬ په نړيواله كچه د مېنو فكچرنګ او ائر ټرانسپورټ زيات ځپلې شوې ۔ ده ووئيل د کرونا له امله برآمدات او ترسيلات زر كښې هم كمې راغلې ٬ حکومت د موجوده حالاتو له مخې د 1240 اربه روپو ريليف پېكج وركړې او د تعميرات صنعت لپاره هم پېكج اعلان كړې شوې ۔ عبدالحفيظ شېخ ووئيل اېن ډي اېم اے ته يو نيم اربه روپۍ وركړې شوي او د سل اربه روپو انرجي فنډ جوړ كړې شوې دغسې د صحت او خوراك څښاك په څيزونو ټېكس كښې ريليف وركړې شوې ۔ ده ووئېل ډيلي ويجز ورکرز لپاره 200 اربه روپۍ وركوٶ، په پټرول 70 اربه روپۍ ريليف وركړې شوې ۔ د بريښنا او ګاز بلونو وصولي موخر كړې شوې او يوټيليټي سټورز ته 25 اربه روپۍ وركړې شوي۔ په دې موقع د كرونا وائرس په اړه د ذيلي كمېټۍ مشر سناتور اعظم خان سواتي د کمېټۍ ټي او آرز او د نورو مرتب كړو سفارشاتو راپور هم غونډې ته وړاندې كړو۔

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں