د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د فرانس سفير مارك بارټے سره ملاقات كښې خبرې

image
APP73-23 ISLAMABAD: October 23 – Federal Minister for Interior Brig (R) Ijaz Ahmad Shah meets French Ambassador H.E. Marc Brèty at Ministry of Interior. APP

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئېلي دي په غېر قانوني توګه فرانس ته د خلقو د تللو چارې په بشپړه توګه تر سره شوي٬حكومت د ويزې او پاسپورټ په حقله په زړه پورې كاميابي ترلاسه كړې٬لس كاله پس په ډپلوميټك انكليو كښې پرمختيائي چارې پېل شوي ٬ هڅې كوو چې غېر ملكي كميونټۍ ته غوره آسانې وركړې شي۔ده دا خبرې په پاكستان كښې د فرانس سفير مارك بارټے سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ده ووئيل په دې خبره وياړ كوو چې د كورنيو چارو وزارت كښې د فرانس لخوا د راغليو ټولو كيسونو مثبتې نتيجې راوتلې دي۔هيله ده چې دا مرسته او غمغږي به روانه وي۔د فرانس سفير د مرستې باور وركړو او د اړيكو ودې لپاره يې تجويزونه هم وړاندې كړل۔په دې موقع د فرانس سفير د امنيت په صورتحال كښې په بهترۍ د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه تېر كال مرسته او آسانې زياتې شوي٬مونږ د نادرا د پاسپورټ او د نورو معاملو څخه بشپړ مطمئن يو۔ مونږ آسانې او امنيت لپاره په كار كولو د ستاسو مننه كوو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں