د افغان طالبانو او د امريکې ترمېنځه د خبرو اترو بحالۍ سره به افغانستان كښې امن راشي۔ د پخواني سفير اياز وزير “اے پي پي” سره خبرې

image

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) پخوانې سفير او نوموړي تجزيه نګار اياز وزير وئيلي دي د افغان طالبانو او د امريکې ترمېنځه د خبرو اترو بحالۍ سره به افغانستان كښې امن شي او ټوله منطقه او پاكستان كښې به سوكالي راشي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان اولس مشر ټرمپ سره د افغان طالبانو او امريكې ترمېنځه د خبرو په بيا بحالۍ زور رواړولو سره دوي ته د بيا خبرو اترو د ماحول جوړولو خواست كړې او د دې نه پس وزيراعظم عمران خان سره د امريکې افغانستان لپاره نمائنده زلمے خليل زاد ليدلي او سفارتي ذريعو سره طالبانو ته هم د اسلام آباد دورې بلنه وركړې شوې ۔ اياز وزير ووئيل د زلمے خليل زاد او د طالبانو د پلاوي اسلام آباد كښې موجودګي د پروګرام له مخې ده چې ورسره به نېغ په نېغه د خبرو لار هواره شي كومه چې دا مهال د تعطل ښكار ده ۔ ده ووئيل د دې بالواسطه رابطې په نتيجه كښې به په ممكنه توګه د بيا پېل كېدونكو د امريكې او طالبانو خبرو كښې د عمران خان كردار مهم او بنيادي دے او دا به د پاكستان لويه سفارتي كاميابي اوګڼلې شي۔ اياز وزير ووئيل دا خبرې اترې هم د پاكستان د هلو ځلو له امله شوې او ټولې نړۍ دې ته سترګې نيولې چې په افغانستان كښې د 40 كالو راهسې روان خونړې جنګ ختم شي او منطقه كښې امن راشي۔ ده ووئېل د دې په نيتجه كښې به د پاكستان لوېديزه پوله محفوظ شي۔ ده ووئيل هېواد كښې به امن او خوشحالي راشي او د دې كرېډټ به اوسني حكومت او وزيراعظم عمران خان ته رسي

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں