ټول پارلماني غړي دې د مقبوضه کشمیر په اړه قامی پارلیماني کنفرنس كښې ګډون باوري كړي

image

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی په يو مهم ويډيو پیغام كښې د قامی قیادت پشمول د سېنېټ او قامی اسمبلۍ ، صوبائی اسمبلیو او قانون سازو اسمبلیو په نمائندګانو زور راوړې چې د مقبوضه کشمیر په اړه قامی پارلیماني کنفرنس كښې بشپړه ګډون باوري كړي۔د سېنېټ سیکټريټ د اړخه جاري شوې بیان له مخې دا کنفرنس به په 18 ستمبر د اسلام آباد په کنونشن سنټر كښې كېږي۔ د سېنېټ چیئرمېن په ټولو سیاسی قوتونو زور راوړې چې راوړاندې شي او د مقبوضه کشمیر اولس سره د يووالي څرګندونې سره د هند د لاسه په کشمیریانو روان ظلمونه په ټوله نړۍ كښې وړاندې كړي او مودی سرکار مخ هم پھ ډاګه كړي۔ د دې کنفرنس مقصد نړيوالې ورورولۍ ته د کشمیریانو غږ ورسول دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں