د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پنډۍ كښې د سېنټرل آرډي ننس ډپو دوره

image

پنډۍ 07 مئي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نهې په ورځ پنډۍ كښې د سېنټرل آرډی ننس ډپو(سی او ډی) دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري كړې شوي بيان ترمخه د پوځ سرلښكر د سېنټرل آرډی ننس ډیپو د مختلف تنصيباتو او انفراسټركچر ٬ چرته چې خاص آلات او پوځ لپاره يونيفارم او جامې تيارېږي ٬ دوره وكړه۔ د پوځ سرلښكر د متروكه آلاتو د احياﺀ او د سټاك په مناسبه توګه د كارولو دلارې په قومي خزانې د بوج كمولو په لړ كښې د سېنټرل آرډي ننس ډيپو د كاركردكۍ ستائنه وكړه۔ چیف آف لاجسټک سټاکس لېفټننټ جنرال اظهر صالح عباسی هم د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وو

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں