د پخواني حكومت د ناقص پالېسو له امله نن اولس اقتصادي ستونزو سره مخ دے۔ وفاقي وزير غلام سرور خان

image

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د پخواني حكومت د ناقص پالېسو له امله نن اولس اقتصادي ستونزو سره مخ دے٬ په تېر وخت كښې به ګاز په ګرانه بېعه اخستل كېدو سره په ارزانه بېعه وركول كېدو٬ د ګاز په بېعو كښې د اضافې وجه هم دا ده چې ګاز په ګرانه بېعه اخستل كېدو۔ د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې زمونږ درې صوبې خېبر پښتونخوا٬ سندھ او بلوچستان سرپلس دي٬ پنجاب په خساره كښې دے خو په تېر وخت كښې كله هم دا هڅه نه ده شوې چې په پنجاب كښې د تېل او ګاز ذخيرې ولټول شي او ضروريات پوره كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د ساړه له امله ګاز زيات كارول كېږي ځكه د ګاز بل زيات راغلې۔ د بلې مياشتې نه به بلونه بيا كم شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں