اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د چين سفير یاؤ جنګ د وزيراعظم ځوانانو لپاره خاص صلاحكار محمد عثمان ډار سره د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د چين سفير ووئيل چین به د سي پېك ضرورتونه ترسره كولو لپاره د پاكستان ځوانانو له په هائي ټېك انډسټرې كښې تربيه وركوي٬ په دې لړ كښې به فني تربيې لپاره اسلام آباد كښې جديد سنټر آف اېكسلېنس جوړولې شي٬ هغه ووئېل پاكستان كښې په هنر كښې اضافه د چين د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ په دې موقع عثمان ډار سوشل سېكټر كښې پرمختګ لپاره د چين په اقداماتو د سفير مننه وكړه