د نېشنل ټېرف پالېسۍ مسئله به په وړومبي ځل(نن)د كابينې غونډې ته وړاندې كولې شي

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د ټېكسټائل٬تجارت او صنعت پیداوار په اړه د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي حكومت د تجارتي او كاروباري ورورولۍ ته موثره او جامع ټېرف پالېسۍ وركولو له لوظي دې٬د نېشنل ټېرف پالېسۍ مسئله په وړومبي ځل(نن)د زيارت په ورځ د كابينې ېغونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد ابلاغ ذريعو ته ووئيل په وړومبي ځل ټېرف پالېسي د كابينې غونډه كښې منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي كوم چې يو لوے ګام دې۔ده ووئيل هڅه ده چې تجارتي او كاروباري ورورولۍ ته 3 يا 4 كلونو لپاره ټېرف پالېسي وركړو دغسې چې د دوي ډاډګيرنه وشي او هغوي په آزاده توګه روزګار وكړي۔ده ووئيل د پاكستان تجارتي توازن ښه كېږي او په تجارتي خساره كښې درې فيصده كمې رېكارډ شوې دې۔

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں