د پاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز منصوبې جوړولو كار په تندۍ سره روان دې

image

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان د خاص امر له مخې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن په نګرانۍ كښې د وزيراعظم د سل ورځو اېجنډې له مخې رياستي ميډيا څخه غېر اعلانيه سنسر شپ ختم ٬ د پاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز د منصوبې تياري٬ اطلاعاتو ته رسنې لپاره انفارمېشن كمېسون جوړول٬ په راډيو او پي ټي وي د براډ كاسټنګ ښه والي او اداره جاتي اصلاحات٬ د اے پي پي په جديد ډيجيټل نيوز سروس كښې د منتقل كولو ٬ د سپېځلې پاليسۍ د لارې په مېرټ د پي آئي ډي د لارې د اشتهاراتو د اجراء پاليسي جوړول او د پي ټي وي په اېچ ډي د منتقل كولو هلو ځلو پشمول يو شمېر ګامونه پورته كړې شوې دي ۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې د اوسني حكومت په وړومبو سل ورځو كښې د اطلاعاتو او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن په نګرانۍ كښې په وړومبي ځل وزارت په رياستي ميډيا چې په كښې پي ټي وي ٬ راډيو پاكستان٬ او اے پي پي شامله ده غېر اعلانيه سنسر شپ ختم كولو سره مخالفې ډلې ته يو برابر كورېج وركول باوري كړې شوې دي٬ د تېرو حكومتونو په نسبت د اوسني حكومت په دور كښې رياستي ميډيا ټولو سياسي ګوندونو٬ سياسي مشرانو له د نجي ميډيا غوندې كورېج وركوي او دغسې پي ټي وي اكېډمي ٬ د راډيو پاكستان اكېډمي او د انفارمېشن سروسز اكېډمي يو كولو سره دپاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز په منصوبه كار په تندۍ سره روان دې چې پكښې به دوه مركزي څانګې وي يو به د ماس كميونيكشن زده كوٶنكو ته د ميډيا د جديد رجحاناتو پحقله تعليم وركولې شي او بله څانګه به د انجينئرنګ پحقله وي ځكه چې په كال 1960 كښې پاكستان خپل ټرانسميټر جوړونكې هېواد ٶ خو د دې نه پس ورته پام نه دې شوې٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت په انجينئرنګ څانګه كښې بيا جدت غواړي٬ دا منصوبه به د ميډيا انډسټرۍ لپاره د حكومت لخوا يو مهم سنګ ميل وي او منصوبه جوړولو سره حكومت د ميډيا صنعت په بهترۍ كښې خپله برخه اچولې ده ۔ په وړومبي ځل پي ټي وي او راډيو پاكستان كښې اداره جاتي اصلاحات معرفي كړې شوې دي٬ د ملازمانو رېشنلائزېشن ٬د ملازمانو د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې هلې ځلې كول ٬ د براډ كاسټنګ څانګې بهترۍ سره سره پي ټي وي په اېچ ډي د منتقل كولو په چارو هم كار په تندۍ سره روان دې ۔ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په ذاتي دلچسپۍ د څو كالو التواء سره مخ فېډرل انفارمېشن كمېسون جوړول ممكن شوې۔ اطلاعاتو ته رسنې له د فېډرل انفارمېشن كمېسون لپاره وزيراعظم او انفارمېشن كمشنرز لپاره زاهد عبدالله او فواد ملك غوره كړې شوې دي۔ د انفارمیشن کمېسون بشپړېدو نه پس به به اوس د خبريالانو نه علاوه عام وګړي هم د هرې محكمې پحقله معلومات د طريقه كار له مخې ترلاسه كولې شي ٬ او په لس ورځو كښې د اړوند ادارې څخه د معلوماتو په نه ترلاسه كېدو كمېسون څخه به مراجعه كولې شي٬ انفارمېشن كمېسون ته به د سول كورټ اختيارات ترلاسه وي ٬ ھغوي هر يو افسر ته سمن جاري كولې شي٬ خبريالا ورورولي هم د انفارمېشن كمېسون د لارې معلومات ترلاسه كولې شي كومې لپاره چې حكومت يو نظام وضع كړې دے۔ د پي ټي آئي

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں