عمران خان او د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر له مباركي وركوو

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري نوې ټاكلې وزيراعظم عمران خان او د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر له مباركي وركولو سره وئېلي دي عمران خان د كوم يو ګوند نه د ټول هېواد وزيراعظم دې٬مونږ هيله لرو چې د وزيراعظم په توګه عمران خان به د اولس مسئلې حل كوي٬د ترهه ګرۍ ټولو پېښو پلټنو لپاره بايد ټربيونل جوړ كړی شي٬ د سېنېټ او قامي اسمبلۍ په غړو مشتمل كمېشن دې د ټول انتخابي عمل پلټنې وكړي٬هېواد د اوبو بحران٬پاكستان په نړيواله كچه ځانله او د معيشت بد حالۍ غوندې چېلنجونو سره مخ دې٬په دې اړه مونږ د نوې حكومت متبادل اصلاحاتي پروګرام په طمعه يوو٬كه حكومت د پاكستان اولس مسئلو حل خپل مقصد وګرځولو نو مونږ به د حكومت ملګرتيا كوو۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپل خطاب كښې بلاول بهټو زرداري ووئيل د افسوس سره وائيم چې نن زما وړومبې تقرير دے خو لويو ګوندونو چې كوم منظر وړاندې كړو هغه د پاكستان اولس نه خوښوې٬بلول بهټو ووئيل زه د لوي څختن شكر كوم چې د دې ايوان غړې منتخب شوم٬دا ايوان سپريم اداره ده او د ټولو ادارو د مور درجه لري۔ ده ووئېل د 1973 آئين هم شهيد ذوالفقارعلي بهټو د دې ايوان څخه منظور كړی٬محترمه بېنظربهټو هم د دې ايوان څخه د اسلامي نړۍ او پاكستان وړومبۍ

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں