په ډيره اسماعيل خان كښې د امنيتي ځواكونو او د مسافرو د ګاډو جنګېدو په پېښه كښې 4 اهلكار مړه او 8 ژوبل شوي دي

image

ډي آئي خان 12 اګست (اے پي پي) په ډيره اسماعيل خان كښې د امنيتي ځواكونو او د مسافرو د ګاډو جنګېدو په پېښه كښې 4 اهلكار مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ د پوليسو له مخې په ډېره اسماعيل خان كښې په درابن ژوب سړك د اتوار په ورځ د مسافرو بس او د امنيتي ځواكونو ګاډې په خپلو كښې وجنګېدل او په نتيجه كښې ئې د اېف سي څلور اهلكار مړه او 8 ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان سي اېم اېچ ته رسول شوي دي۔ د پوليسو له مخې د مسافرو په بس كښې هم زياتره امنيتي اهلكار موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں