افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مثبت کردار د ستائنې وړ دے۔ مورېس ګورډالټ

image

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د فرانس د خارجه چارو وزارت عمومي سېكتر مورېس ګورډالټ وئيلي دي افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مثبت کردار د ستائنې جوګه دے۔ ده دا خبرې د پاکستان او فرانس د دوه اړخيزه سياسي مشاورت دريالسم پړاٶ په موقع كړې۔ په غونده كښې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د پاكستاني پلاوي او د فڅانس د خارجه چارو عمومي سېكتر مورېس ګورډالټ د فرانس پلاوي مشري كوله۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخستلې شو او په سیاسي، اقتصادي ،تجارتي، سرمایه کارۍ، دفاع، تعلیم او د كلتور په اړه مرسته زياتولو ته سلا راغله ۔ دواړو ډلو د اروپائي ائتلاف په نتاظر كښې په زياتې شوې مرسته هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ خارجه سېكترې د جمهوري او سیاسي استحکام او هېواد كښې د امن او امان صورتحال كښې بهترۍ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابۍ رامخې ته كولو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په تندۍ سره د خرابېدونكې صورتحال پحقله بريفنګ وركړو۔ دواړو ډلو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ خارجه سېكترې منطقه كښې د هېواد د خارجه پاليسۍ ترجيحاتو په خاص توګه په افغان مصالحتي عمل كښې د پاكستان د هلو ځلو پحقله بريفنګ هم وركړو۔ د فرانس عمومي سېكتر موریس د فرانس او اروپائي ائتلاف ته د وطن پرېښودنكو ته ورمخې ته شوو پېښو پشمول نور چېلنجونه په ډاګه كړل۔ دواړو ډلو د نجي سېكټر ډاډګيرنې لته هم سلا شول

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں