د روانې پېړې تر آخره د پاكستان د تودوخې په درجه كښې د 3 نه تر 5 ډګرې د اضافې اندېښنه ده

image

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د روانې پېړې تر آخره د پاكستان د تودوخې په درجه كښې د 3 نه تر 5 ډګرې د اضافې اندېښنه ده۔ د ملګرو ملتونو ورلډ مېټرولوجيكل څانګې او د آسيائي پرمختيائي بانك د يو شريك تحقيق له مخې د ماحولياتي الودګې او د موسمياتي بدلون له امله د پاكستان د تودوخې درجه مخ په زياتېدو ده او د دې آغېز د پاكستان په معاشي٬ سماجي او د روغتيا په څانګو كېدے شي۔ د راپور له مخې د ماحولياتي بدلون د زيان څخه حفاظت لپاره د جامع حكمت عملې له مخې د اقداماتو كولو ضرورت دے چې دغسې راتلونكو نسلونو لپاره غذائي تحفظ باوري كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں