د پنجاب لنډ مهاله اعلی وزير پروفېسر ډاكټر حسن عسكري رضوي د خپلې څوكۍ سوګند پورته كړو

image
APP09-08 LAHORE: June 08 - Punjab Governor Malik Muhammad Rafique Rajwana administers Oath to the Punjab Caretaker Chief Minister Professor Dr Hasan Askari-Rizvi at Governor House. APP photo by Rana Imran

لاهور۔8جون(اے پی پی)د پنجاب لنډ مهاله اعلی وزير پروفېسر ډاكټر حسن عسكري رضوي ګورنر هاؤس لاهور كښې د خپلې څوكۍ سوګند پورته كړو۔ د پنجاب ګورنر ملك محمد رفيق رجوانه ده څخه سوګند واخست۔ د پنجاب چيف سېكتر دده د تقررۍ په اړه نوټيفيكېشن ولوستو۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پنجاب اسمبلۍ سپيكر رانا محمد اقبال خان ٬ د پنجاب چيف سېكتر كېپټن (ر) زاهد سعيد ٬ آئي جي پوليس کېپټن (ر) عارف نواز، د ائیر فورس ایئر کموډور شعېب خان، د پاک نېوی کموډور ډاکټر اېس اېم شهزاد ،صوبائی سېکتر او د نورو مشرانو سره سره صحافت څانګې سره تعلق لرونكو ګڼ شمېرو كسانو ګډون وكړو۔ دې څخه وړاندې ملك محمد رفيق رجوانه سره ګورنر هاؤس كښې د پنجاب لنډ مهاله اعلی وزير پروفېسر ډاكټر حسن عسكري رضوي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د هېواد په صورتحال ٬ ټاكنو په وخت كول باوري كولو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں