د سندھ نګران اعلی وزير سوګند پورته كړو۔ وزيراعلی هاؤس ته په رسېدو ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو

image
APP06-02 KARACHI: June 02 – Sindh Governor Muhammad Zubair administers oath to the Caretaker Sindh CM Fazlur Rehman in the oath taking ceremony at Governor House. APP

کراچی ۔ 2 جون (اے پی پی) د سندھ نګران اعلی وزير فضل الرحمن ګورنر هاؤس كښې د نګران اعلی وزير څوكۍ سوګند پورته كړو۔ د خالي په ورځ وزيراعلی هاؤس څخه جاري شوې اعلاميې ترمخه د سوګند پورته كولو دستورې پیل د قامي سرود او د قرآن كريم تلاوت څخه وكړې شو۔ دستوره كښې موده ترسره كوؤنكي اعلی وزير سید مراد علی شاہ ،اسپیکر آغا سراج درانی، پخوانو وزيرانو ٬ بېوروکرېټس، ډی جی رېنجرز ، آئی جی سندھ او د سول سوسائټۍ شخصياتو لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ د سوګند پورته كولو دستورې څخه وروستو نګران اعلی وزير د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل نګران كابينه به متوازن وي۔ ده ووئيل ټولو ګوندونو ته زما دروازې پرانستې دي او زما يوازنې مقصد د سپېځلو ټاكنو كول دي۔ ده ووئيل ټاكليو نمائندګانو ته د اقتدار منتقل كول زما اولنۍ ذمه واري ده۔ ده ووئيل د اولس او سياسي ګوندونو مننه كوم چا چې په ما د باور څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی هاؤس ته په رسېدو ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں