سردار اياز صادق جسټس (ر) ناصر الملك ته د نګران وزيراعظم په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړه

image

اسلام آباد۔ 28 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق جسټس (ر) ناصر الملك ته د نګران وزيراعظم په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ د ګل په ورځ سردار اياز صادق خپل بيان كښې ووئيل د جسټس (ر) ناصر الملک شمېره د هېواد په نامتو قانون پوهانو كښې كېږي۔ د ټولو پارلماني غړو لخوا په متفقه توګه دده د نګران وزيراعظم په توګه ټاكل كېدل دده په شخصيت د باور څرګندونه ده۔ سپیکر ووئيل د جسټس ناصر الملك شخصيت بې داغه ماضي لري۔ دده په نګرانۍ كښې به هېواد كښې د سپېځلو ټاكنو كېدل ممكن شي۔ ده هيله ولرله چې ناصر الملك به خپلو صلاحيتونو كارولو سره هېواد كښې سپېځلې ټاكنې كول باوري كړي

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں