وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد نوې هوائي ميدان پرانسته وكړه

image

اسلام آباد 01 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د نهې په ورځ د اسلام آباد د نوې هوائي ميدان پرانسته وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیره مریم اورنګزیب، د کیډ ډویژن وفاقی وزیر طارق فضل چوهدری ، د پنجاب ګورنر رفیق رجوانه ، د خېبر پښتونخوا ګورنر قبال ظفر جھګړا، د هوا بازۍ سلاكار سردار مهتاب احمد عباسی او د اسلام آباد میئر شیخ انصر عزیز هم د وزیراعظم سره ؤ۔ اسلام آباد ته نزدې فتح جھنګ كښې جوړ شوې د نړيوال معیار اسانۍ لرونكې دا د هېواد وړومبې ګرین فیلډ هوائي ميدان دې كوم څخه به چې د زيارت په ورځ په باقاعدہ توګه پروازونه پيل شي۔ د سول ایوی اېشن اتھارټی د سيورې لاندې جوړ شوې دې نوي هوائي ميدان كښې په يو وخت د 15 الوتكو د پارکنګ سهولت هم موجود دې، دې نه ځانله په هوائي ميدان د نړۍ تر ټولو لويه الوتكه اے 380 الوتكه هم لینډنګ كولې شي۔ هوائي ميدان دوه رن وے لري او د يوې رون وے اوږدوالې 3 نيم کلو میټره دې۔ نوې هوائي ميدان جدید اسانۍ لري۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں