د مېرټ نه غېر مو چا له نوكري نه ده وركړی۔د كورونو او ودانو وفاقي وزير اكرم خان دراني پھ قامي اسمبلۍ كښې په ذاتي نكته وضاحت

image

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي﴾د كورونو او ودانو وفاقي وزير اكرم خان دراني وئېلي دي د مېرټ نه غېر مو چا له نوكري نه ده وركړی٬مونږ د اېن ټي اېس د لارې نوكرۍ وركړې دي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په ذاتي نكته وضاحت وفاقي وزير اكرم خان دراني ووئيل نوكرۍ د ټېسټنګ سروسز د لارې وركول كېږي۔مونږ نوكرۍ وركولو سره هېڅ تعلق نه لرو۔پھ مېرټ نوكرۍ وركولې شي٬ ده ووئېل زمونږ په محكمه كښې د دريو څلورو كلونو نه حكم امتناع پاتې شوې اوس هم ده۔ ده ووئېل اسد عمر مونږ لپاره د احترام وړ دے٬د پارلمان ټول غړي مونږ لپاره د احترام وړ دي۔بيا به هم د دوي د خبرې احترام كوم

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں