اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) نوې منتخب د قامی اسمبلۍ غړي لال چند د سېنېټ د کارروائی مشاهده کړې ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټ ډپټی چیئرمېن مرزا محمد آفریدی ایوان ته ووئيل نوې منتخب د قامی اسمبلۍ غړے لال چند د ایوان کارروائی كتلو لپاره د ميلمنو په ګیلرۍ كښې ناست دے۔غړو ميزونه ډبولو سره د هغه هركلے وكړو۔