پاکستان خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي٬ اولس د پاکستاني پوځ تر څنګ ولاړ دے۔ طاهر محمود اشرفي

image

لاهور 19 جنوري (اے پي پي) د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال حافظ علامه طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې پاکستان خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي٬ مونږ به چاته هم د پاكستان ګټو ته د زيان رسولو اجازه ورنکړؤ٬ اولس د پاک پوځ تر څنګ ولاړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ايران زمونږ ورور هېواد دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مذاكراتو لاره پرانستې پكار ده٬ مونږ خپلو ګاٶنډيانو سره په مينه او امن پاتې كېدل غواړؤ، ده ووېيل مونږ هيله مند يو چې په راتلونكې ورځو كښې به معاملې بهترۍ پلو لاړې شي او روانې وضعې په زړه پورې كولو له به هڅې كولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں