نوې كال به د امن ٬ هېودا پرمختګ او خوشحالۍ كال ثابت شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د نوي كال په پيل كيدو قوم له د مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې نوي كال به د امن او ورورولۍ او د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ كال وي۔ ده په فلسطينيانو د اسرائيلو د روان ظلم غندلو سره نوې كال په سادګۍ سره د لمانځلو په حاجت زور راوړو ٬ ده هيله څرګنده كړه چې نوې كال به اولس ټاكنو د لارې داسې مشران وټاكي كو به چې هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوې كال په پيل په هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې لارې پېدا كړي٬ سپيكر ووئيل نوي كال په پيل د قام په نامه خپل پيغام كښې وكړه ۔ده ووئيل نوې كال مونږ ته دا موقع راكوي چې مونږ د تير كال د خپلو كاركردګو جاج واخلو او د هغې لا ښه كولو هڅي وكړو۔ ده ووئيل بايد مونږ خپلو كښې اختلافات هېر کړي او د هېواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره د ملت د بابا، قائد اعظم محمد علي جناح د ایمان، یووالي او تنظیم په زرینو اصولو عمل وکړو ۔ سپیکر د نوي کال په پیل کښې د فلسطین او کشمیر وګړو سره د يووالي څرګندونه وكړه او هیله یې څرګنده کړه چې د اسرائیلو او هند لخوا د فلسطین او کشمیر په خلکو روان ظلمونه به په 2024 کال کښې به دغه ظلمونه ختم شي۔ نوی کال به د فلسطین او کشمیر لپاره د آزادۍ كال وګړځي ۔ ده ووئيل په فلسطین کښې د اسراییلي ځواکونو لخوا د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو په وړاندې د بشري حقونو خلاف ورزي د نړيوالي ورورولۍ لپاره د فكر وړ خبره ده ۔ ده ووئيل چې اسراییل په غزه كښې د بې ګناه فلسطینیانو ادیره جوړه کړې چې یو نوی تاریخ یې جوړ کړی دی۔ ده ووئيل د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې د خپلو فلسطيني وروڼو سره ولاړ دي او د هغوي په درد او غم كښې برابر شريك دي٬ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې په فلسطين كښې به د ظلم دا توره شپه ختمه شي او د فلسطينيانو قربانۍ به رنګ راوړي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں