حكومت د برېښنا پېداوار لپاره د شمسي توان انقلابي پروژې پېل كړي دي۔وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 09 اګست(اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې ګران تهرمل توان په 10 زره مېګاواټ شمسي توان كښې د بدلولو انقلابي اقدام لاندې حكومت د برېښنا پیداوار لپاره د شمسي توان انقلابي پروژې پیل كړې دي چې له مخې يۍ تېره ورځ د يو لك ټيوب ويلز شمسي توان ته د منتقل كولو پروګرام پېل كړې شو۔ د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل چې د ټيوب ويلز سولرائزېشن څخه به كروندګرو ته ارزانه برېښنا ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل چې دې اقدام سره به په زرعي پیداوار كښې زياتوالې او د خوراك په ضرورياتو كښې خود كفالت ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل چې زمونږ معيشت هائي پاور ټيرف سره پرمختګ نشي كولې٬مونږ له به په ګران ايندهن چلېدونكې پاور پلانټس بدلول وي٬ د ګران ايندهن څخه چلېدونكې پاور پلانټس په اولس بوج او په ګردشي قرضه كښې د اضافې سبب دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ټيوب ويلونو په سولرائزېشن پروژو به 377 ارب روپۍ مصرف كولې شي۔ ده ووئيل چې سولر٬نيوكليئر او كول پاور پروژو نه علاوه مخلوط حكومت د هائيډرو پاور پروژو پرمختګ ته پام ګرځولې۔ ده ووئيل مونږ ورور هېواد سعودي عربستان ته په ديامربهاشا بند كښې د سرمايه كارۍ پېش كش كړے دے۔

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں