نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ به 17 او 18 اكتوبر كيدونكي د نړيوالې همكارۍ دريم بيلټ اینډ روډ فورم كښې ګډون كولو له د چين دوره كوي

image

اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ به د چين صدر شي جن پنګ په بلنه د اكتوبر په 17 مه او 18 مه نېټه په بيجنګ كښې كېدونكي د نړيوالې همكارۍ درېم بېلټ اینډ روډ فورم (بی آر اېف) كښې ګډون كولو له د چين دوره كوي۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي ټويټ له مخې وزيراعظم به د بي آر اېف په ابتدائي دستوره كښې ګډون كوي او په 18 اكتوبر به د ” په پرانستې نړيوال معيشت كښې د تړون“ په سرخط كېدونكي د اعلی كچې فورم ته خطاب كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم انوار الحق کاکړ صدر شی جن پنګ ٬ چينائي لارښودو ٬ كاروباري شخصياتو او په فورم كښې ګډون كوؤنكو د نورو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں