د نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سينټر جوړېدو څخه به په سباؤن كښې د قدرتي آفات مخ نيوي لپاره مربوط هڅو٬د قدرتي آفات خطرو او زيان كمولو له مرسته ترلاسه شي۔لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)لند مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سينټر(اېن اي او سي)جوړېدل ستائېلو سره وئېلي دي دې څخه به نه يواځې سباؤن كښې د قدرتي آفات مخ نيوي لپاره مربوط هڅو بلكې د قدرتي آفات خطرو او زيان كمولو له مرسته هم ترلاسه شي٬موسمياتي بدلون يو حقيقي چېلنج دے٬تر څو چې مونږ د دې مخ نيوي لپاره كوټلې اقدامات ونه كړو د دې څخه به زمونږ راتلونكې نسلونه پرېشان وي٬نړۍ مخ په وړاندې تللو او د پاكستان پشان پرمختګ كوونكې هېوادونه د موسمياتي بدلون منفي اثرات مخ نيوي لپاره د مرستې كولو ضرورت دے۔د زيارت پھ ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوارالحق كاكړ د اېن ډي اېم اے په هېډكوارټرز كښې نوې جوړ جديد٬نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سينټر”(اېن اي او سي)پرانسته وكړه۔پھ دې موقع وزيراعظم د اېن اي او سي جوړیدل ستائېلو سره ووئېل دې څخه به نه يواځې سباؤن كښې د قدرتي آفات مخ نيوي لپاره مربوط هڅو بلكې د قدرتي آفات خطرو او زيان كمولو له مرسته هم ترلاسه شي۔د قدرتي آفات څخه محفوظې بنيادي ډهانچې او د پالېسۍ د فريم ورك اهميت زور راوړولو سره وزيراعظم ووئېل په نړيواله كچه د كاربن اخراج كښې تر ټولو كمې برخې لرلو باوجود پاكستان د موسمياتي بدلونونو څخه ځپلے شوو سرفهرست هېوادونو كښې يو دے٬ موسمياتي بدلون يو حقيقي چېلنج دے ٬تر څو چې مونږ د دې مخ نيوي لپاره كوټلې اقدامات ونه كړو د دې څخه به زمونږ راتلونكې نسلونه پرېشانه وي۔وزيراعظم په كال 2022 تباه كن سېلاب په مهال ټولو رياستي ادارو په خاص توګه د اېن ډي اېم مربوط هڅو هم ستائنه كړې۔په هېواد كښې تقريبا په دريو كښې يوه فيصد آبادي په كال 2022 كښې د سېلاب څخه ځپلې شوې وه او د 30 ارب ډالرو معاشي زيان اندازه لګولې شوې وه۔ ده ووئېل نړۍ له مخ په وړاندې تللو ته ضرورت دے او د پاكستان پشان پرمختګ كوونكو هېوادونو له د موسمياتي بدلون منفي اثرات مخ نيوي لپاره د مرستې كولو ضرورت دے۔وزيراعظم د كووېډ 19 او 2022 سېلاب په مهال د اېن سي او سي كردار هم ستائېلو۔بريفنګ كښې وزيراعظم ته ووئيل شول اېن اي او سي موسمياتي بدلون٬قدرتي آفات مخ نيوي او قومي بېړنې صورتحال لپاره پيشګوئي كونكې ماډلنګ په اړه به ټول تكنيكي معلومات د مركز په توګه كار كوي۔پاكستان او منطقه كښې دا د خپل نوعيت وړومبے مركز دے كوم چې د پاكستان په ځايې كچه وضع شوې صلاحيت دے او كوم چې د د ممكنه ځايونو٬اثرات او وختونو او زيان شدت په اړه د پيش ګوئۍ كولو صلاحيت لري٬٬ ده ووئېل دا به صوبائي او به ضلعي كچه ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ته رهنمائي وركوي۔۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وزيراعظم لپاره د بريفنګ غونډه وكړه چې پكښې د خاص مېلمنو سره سره سفيرانو٬ملګرو ملتونو تنظيمونو كنټري هيډز٬نړيوال اېن جي اوز٬د پاكستان نوموړې تعليمي ادارو دانشورو او پوهانو ګډون وكړو۔ده په تېر وخت كښې د قدرتي آفات او قامي بېړني صورتحال كښې د پاكستان پراخه پس منظر څخه مهم اسباق وړاندې كړل او د اېن اي او سي د لارې د قدرتي آفات فعاله انتظام لپاره د اېن ډي اېم اے په نوې وژن د رائے څرګندونه وكړه۔د دې وژن په بنيادي توګه وزيراعظم آفس او د قدرتي آفت مخ نيوي ټولو اړوندو قامي ډلو منظوري وركړی وه۔په دستوره كښې قومي او نړيوالو مشرانو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں