اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پی پی)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي)چيئرپرسن ډاكټر محمد امجد ثاقب وئېلي دي بېنظيرانكم سپورټ پروكرام د ټولنې پسمانده طبقو خذمت لپاره لوظي دے٬خپل مستفيد كوونكي په خپلو پښو اودرولو له د پروګرام په تګلاره په فعاله توكه كار كوي ٬ د مستحق كسانو بچو له د آئي ټي او نورو تكنيكي پوهو په اړه پېشه وره تربيت وركول د بي آئي اېس پي په ترجيحات كښې شامل دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې دا وژن كمزور كميونټيز خپلواكه جوړولو لپاره د پروګرام د اوږدې مودې د عزم ثبوت دے۔په نوښار كښې مېډيا سره په خبرو كښې ډاكټر محمد امجد ثاقب په ټول پاكستان كښې 93 لكه كورنيو ته مالي مرستې وركولو لپاره د بي آئي اېس پي په جاري هڅو رڼا واچوله۔ده د پروګرام د ادائيګۍ طريقه كار كښې سپيځلتياﺀ او د ضرورت مندو خېرښېګړې ښه والي له د لوظ پخلے وكړو ۔شتمندو او غېر ګټور تنظيمونو ته خواست كولو كښې ډاكټر محمد امجد ثاقب ووئيل تاسو د 93 لكه رجسټرډ كورنيو پرمختګ لپاره د بي آئي اېس پي په مشن كښې مرسته وكړې ۔ده د بي آئي اېس پي ډيټا بيس مستند وګرځولو او د سپيځلې چينلز د لارې ئې د شتمندو خلقو د مرستې ډاډګيرنه وكړه۔ده دا خبره تسليم كړه چې د سماجي پرمختګ لپاره اجتماعي هڅې ضروري دي۔