ډاکټر محمد فېصل د دوو كالو نه زياته فعاله مودې تېرولو نه پس د خارجه دفتر نه رخصت شو٬ ډاكټر فېصل المان لپاره د پاكستان سفير غوره كړې شوې

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) ډاکټر محمد فېصل د دوو كالو نه زياته فعاله مودې تېرولو نه پس خارجه دفتر څخه رخصت شوے او المان لپاره د پاكستان سفير غوره كرې شوې۔ ډاكټر فېصل په اکتوبر كال 2017 كښې د خارجه دفتر وياند مقرر شوې ٶ۔ ډاكټر فېصل د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ نه وړاندې خپل آخري ملاقات كښې ووئيل زما د ملازمت موده ډېر ښه وه چرته چې د خارجه پاليسې په محاذ مهم پېشرفت شوے۔ ده ووئيل د کلبھوشن ياديو پېښه، ھغه له قونصلر ته رسنه او په دې لړ كښې د انصاف د نړيوال عدالت پرېكړه٬ د کرتارپور راهدارۍ پرانسته او زما په تجويز په وزارت كښې د جديد آډيټوريم جوړېدو غوندې مهمې پېښې زما په موده كښې رامخې ته شوې ۔ ډاكټر محمد فېصل المان لپاره د پاكستان سفير غورهكړې شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں