د كرتارپور لارې پروژه د سكهـ مذهب منوونكو لپاره ډېره لويه ورځ ده٬ د هند پخوانې وزيراعظم منموهن سنګھـ

image

كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) د هند پخواني وزيراعظم منموهن سنګھـ وئيلي دي چې د كرتارپور لارې پروژه د سكهـ مذهب منوونكو لپاره ډېره لويه ورځ ده۔ ده دا خبرې د كرتارپور لارې پروژې پرانستې په موقع خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې د كرتارپور لارې پروژې سره به د پاكستان او هند په اړيكو كښې بهتري راشي۔ وزيراعظم عمران خان په رسمي توګه د لارې د پروژې پرانسته وكړه۔ په دې دستوره كښې د هند پخواني وزيراعظم منموهن سنګھـ هم په خاص توګه ګډون وكړو۔ ده سره د ياتريانو يو لوي پلاوې پاكستان ته راغلې دے۔ ډاكټر منموهن سنګھـ د كرتارپور لارې په پرانستلو د پاكستان حكومت او وزيراعظم عمران خان پرېكړه وستائيله۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں