اسلام آباد 02 ستمبر(اے پی پی)د خوراك وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان وئېلي دي اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د معيشت بحالۍ٬د زرعي او سماجي څانګې پرمختګ٬د غربت خاتمې٬د غذائي كمي لرې كولو او مېرمنو ته په وړوكې كاروبار پیل كولو كښې مرستې لپاره د موثره حكمت عملۍ له مخې كار كوي۔ده دا خبرې په پولټري انسټي ټيوټ راولپنډۍ كښې يوې دستورې پرانستې په موقع په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې د لائيو سټاك صوبائي وزير حسنين درشك٬وفاقي سېكتر ډاكټر هاشم پوپلزئي او د جهانګير ترين پشمول نورو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ د مجموعي قامي پېداوار اتلس فيصده كركيله ده چې پكښې د لائيو سټاك برخه 11 فيصده ده٬اوسنې حكومت د لائيو سټاك څانګه كښې پرمختګ ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم د زرعي ايمرجنسي پروګرام ترمخه د جرګو صنعت ته پرمختګ وركولې شي۔دې سره به پھ كلي والو سيمو كښې نه يوازې غربت كم شي بلكې د غذائيت كمې به ختم شي او د خوراك وركړې له به مرسته تر لاسه شي۔په كورونو كښې د چرګانو ساتلو پروګرام د دې يوه كړۍ ده٬د دې پلان ترمخه به 50 لكه چرګان په ټول هېواد كښې وركولې شي او په دې به يو ارب 64 كروړه لګښت راځي۔په دې موقع د پي ټي آئي لارښود جهانګير ترين ووئيل د پروژې په تشكيل 8 مياشتې لګېدلې او په پروژه كښې اتلس پروګرامونه شامل دي كومو ته چې د زرعي ايمرجنسي پروګرام نوم وركړې شوې۔ده ووئيل د تېرو لسو كلونو په مهال د كركيلې څانګه نظرانداز كړی شوې وه