د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د غربت كمولو په اړه د رابطه كونسل غونډه

image
APP70-26 ISLAMABAD: February 26 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting of the Poverty Alleviation Coordination Council at PM’s office. APP

اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د غريبۍ خاتمې ته پام لرنه كوي٬اصل پرمختګ هله ممكن شي چې زيات خلق د غريبۍ نه خلاص كړې شي۔ده د نهې پھ ورځ د غربت كمولو لپاره د رابطه كونسل د غونډې مشري كوله۔چې پكښې وفاقي وزيرانو اسد عمر٬شفقت محمود٬عامر كياني٬مخدوم خسرو بختيار٬نورالحق قادري٬د وزيراعظم صلاحكارانو عبدالرزاق داؤد٬محمد شهزاد ارباب٬ډاكټر عشرت حسېن٬خاص معاون نعيم الحق٬افتخار دراني٬نديم افضل چن٬يوسف بېګ مرزا٬د بي آئي اېس پي مشرې ډاكټر ثانيه نشتر٬د بېت المال اېم ډي عون عباس او نورو چارواكو ګډون كولو۔پھ دې موقع ډاكټر ثانيه نشتر په غريبۍ كښې د كمي په حقله پلاننګ او تګلاره وضعه كولو له بريفنګ وركړو۔بريفنګ كښې د غريبۍ ختمولو لپاره په مالي انتظامي او قانوني اصلاحاتو غور وكړې شو۔پھ دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل پخوا يو حكومت هم د غريبانانو سوچ نه دې كړې او د پي ټي آئي حكومت د غريبۍ ختمولو ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل اصل پرمختګ هله ممكن دے چې زيات خلق د غريبۍ نه خلاص كړی شي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ مقصد د اولس خېرښېګړه ده٬د هر هدف لپاره وخت وټاكۍ دغسې چې كوم تاخير اونه كړې شي۔د دې پروګرام پھ كتلو به پرائيوېټ سېكټر هم خپله برخه په دې ګښې اچوي۔وزيراعظم پھ دې خبره زور راوړو چې د ټولو وزارتونو پشمول د منصوبه٬تعليم٬صحت٬خزانې او د هاؤسنګ دې په كوټلي طريقه دا پروګرام مخ په وړاندې بوځي۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں