د آئی اېس پی آر ډی جی میجر جنرال آصف غفور میډیا ته بریفنګ

image

پينډۍ 27 فروری (اے پی پی) د پاك پوځ وياند میجر جنرال آصف غفور د هند دوو جنګي الوتكو رانسكورولو او د دوو پائلوټانو نيولو تصدیق کولو سره وئيلي دي پاك فضائیه د خپل حد نه د هند په 4 ځايونو 6 سټرائیکس کړې، پائلوټانو پوځي اهداف او سپلائی ډپوان په نښھ كولو سره لاک کړې شوي او بيا په محفوظه فاصله او پراخه ميدان ئې اسټرائیك كړې، د هند يو پائلوټ ژوبل شوې كوم چې سی ایم ایچ ته رسولې شوې، بل زمونږ په حراست كښې دے ، پاك فضائیه كه لاک کړې شوې اهداف په نښه كولې نو ځاني زيان به شوې وؤ خو د مهذب او پیشه وره پوځ په خاطر پاك فضائیه د اهداف په نښه كولو سره تباہ كړې نه دي، پاکستان امناكه هېواد دے خو هند له د ځواب وركولو نه علاوه بله كومه لاره نه وه،د ټولو عملياتو پھ مهال پاك فضائیه اېف 16 الوتكه نه ده كارولې نو د هند د اړخه د اېف سوله الوتكې په نښه كولو ادعا څنګه سمه ثابتيدې شي، د پاکستان وزیراعظم او اولس هم د امن پیغام وركړې، مونږ په هيڅ صورت سيمه د جنګ پلو بوتلل نه غواړو۔ د نهې په ورځ د آئی اېس پی آر ډی جی میجر جنرال آصف غفور میډیا ته بریفنګ وركولو سره ووئيل د سهار راهسې په لائن آف کنټرول ځينې هڅې روانې وي د كومې تر مخه چې پاك فضائیه د خپل ټارګټ اخستلو څخه وړاندې پريكړه وكړه چې كوم هم ملټری هدف به نه اخستلې كېږي ، دويمه پريكړه وشوه چې ټارګټ كښې كوم ځاني زيان اونه شي، زمونږ د دې پريكړې مقصد دا ؤ چې مونږ ځوابي صلاحیت لرو او كوم داسې كار كول نه غواړو چې ورسره مونږ غیر ذمه وار ثابت کړې شو۔میجر جنرال آصف غفور ووئيل پاك فضائیه بھمبر ګلی، کے جی ټو او ناریان سيمه كښې ډپوز ټارګيټ لاك كړې او مونږ حفاظتی فاصله نه په مجموعی توګه 6 سټرائیکس کړې ، د كومو مقصد چې دا ؤ چې مونږ هر څه كولې شو خو د سيمې امن خرابول نه غواړو، ده ووئېل مونږ تاؤ ترېښوالې نه غواړو، مونږ د جنګ پلو تلل نه غواړو۔ده ووئيل كله چې پاك فضائیه هدف واخست نو دې نه پس د هند فضائیه 2 الوتكې يو ځل بيا د ایل او سی خلاف ورزی له زمونږ پلو راغلې ، زمونږ فضائیه چمتو وه چې په نتيجه كښې ئې د هند دواړه الوتكې رانسكورې كړې شوې چې پكښې يوه الوتكه زمونږ او بله د هند پلو راپريوتې ده ، ده ووئېل دې نه ځانله د يوې بلې الوتكې رانسكريدو هم اطلاع شته خو هغې سره زمونږ انګیجمنټ نه ؤ شوې۔د پاك پوځ وياند د هند دوو پائلوټانو د نيولو تصدیق سره وئيلي دي د هندي پائلوټانو سره د مهذب هېواد غوندې سلوك شوے، يو ژوبل شوے پائلوټ سی ایم ایچ ته رسولې شوې او بل زمونږ په حراست كښې دې، د پائلوټ څخه ځينې دستاویزات هم ترلاسه شوې۔ده د پاکستان اېف سوله الوتكې رانسكورولو هندي ادعا رد كولو سره ووئيل پاکستان په دې جنګ كښې اېف 16 نه ده كارولې۔ده ووئيل د پاکستان وسله والو ځواكونو او پاك فضائیه سره د ځواب وركولو نه علاوه بله كومه لاره نه وه۔ د آئی اېس پی آر ډی جی ووئيل دواړه ریاستونه صلاحیت لري خو هند له پوهېدو ته اړټيا ده چې جنګ يوازې د پالیسو ناکامی ده ٬ مونږ د امن په لاره تلل غواړو۔ده ووئيل څنګه چې مونږ مختلف ځواب وركړې هغسې د پاکستان میډیا هم د امن صحافت کړې،مونږ خپلې دفاع له ایکشن اخستې، میډیا ته خواست كوو چې د امن راپور وكړي، كه جنګ مسلط کړې شو نو د هغه وخت رپورټنګ به مختلف وي۔ ده ووئيل هند د ایل او سی خلاف ورزی کړې ، ځواب وركولو نه علاوه بله كومه لاره نه وه، مونږ يو ذمه وار هېواد يو او امن غواړو، جنګ د نړۍ د كومې هم مسئلې حل نه وي

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں