د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سركاري زمكو او جائيدادونو كارولو په اړه غونډه

image

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سركاري زمكو او جائيدادونو مناسبه كارولو په اړه غونډه وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك٬د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن٬د قانون وزير ډاكټر فروغ نسيم٬د هاؤسنګ سېكتر ډاكټر عمران زېب خان او نورو افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع د سركاري املاك په ګوته كولو او د هغې سباؤن كښې د كارولو په اړه د جوړې كمېټۍ پېشرفت په اړه وزيراعظم خبر كړے شو ۔وزيراعظم ته ووئيل شول تراوسه د وفاقي حكومت 1412 جائېدونو په ګوته كړی شوي٬د 112 املاك تصديق شوې٬د كومې زمكه چې 44350 كناله او د اربونو روپو ماليت لري۔په غونډه كښې د تصديق شوي املاك په سباؤن كښې كارولو په اړه په بېل آپشنز غور وشو۔اسلام آباد٬لاهور٬كراچۍ٬ملتان٬اېبټ آباد او په نورو لويو ښارونو كښې د اربونو روپو سركاري جائېدونو كارولو له به نه يوازې د هغې سم مصرف باوري شي بلكې د سباؤن آمدن ذريعه به هم جوړه شي۔وزيراعظم د قانون وزير ته د تصديق شوي املاك كارولو په حقله د قانوني اړخونو جاج اخستلو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم ته د كراچۍ په بېلو ښارونو كښې په سركاري املاك او زمكه په غېر قانوني قبضو هم بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع ووئيل شول په لويو ښارونو كښې جوړې غېر قانوني كچه آبادۍ او قبضه شوي سركاري زمكې خالي كولو سره دې دا خبره باوري كړی شي چې غريبانو له متبادل او معياري استوګنې وركړی شي۔وزيراعظم كمېټۍ ته په ګوته كړو جائېدادونو د ماليت اندازه لګولو سپارښتنه هم وكړه دغسې د مرسته نه كونكي محكمې او افسران دې هم په ګوته كړې شي

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں