د خارجه وزير شاه محمود قريشي د پمز روغتون نه بهر مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان يو سوله ايز هېواد دے خو د هر ډول جارحيت د بشپړه ځواب وركولو اهليت او صلاحيت لري٬ د هند لخوا بيانونه غېر ذمه ورانه دي٬ بايد هند د داسې بيانونو نه ډډه وكړي٬ مونږ د خبرو د لارې مسئلې حل كول غواړو٬ كوم ډول پروپېګنډې ته چې هند هوا وركوي٬ هغه غېر ذمه وارانه ده٬ د هند لخوا د سرجيكل سټرائيك خبره بې بنسټه ده٬ هيله ده چې د تركيې اولس مشر به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي٬ د وزيراعظم لخوا د تركيې دوره مختصر او جامع وه٬ د متحده عرب اماراتو ولي عهد به د اتوار په ورځ د پاكستان په دوره راځي۔ د خالي په ورځ د پمز روغتون نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د ترك اولس مشر په بلنه د تركيې دوره كړې٬ دا دوره مختصر خو جامع او ګټوره وه۔ د تركيې اولس مشر اردوان سره د وزيراعظم ملاقات پاؤ باندې دوه ساعته روان و۔ ده ووئيل چې تركيې او پاكستان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو بل ملګرتيا كړې۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د پنځه كلنې شريكې اقتصادي مرستې روډ مېپ جوړولې شي۔ د دې مسوده به دواړه هېوادونه په يوه مياشت كسې تياروي او په استنبول كښې به په د آسيا زړه په كنفرنس كښې د دې رسمي لوظنامه وشي۔ ده ووئيل چې د ستراتېژيكي كونسل په اړه هڅه كوو چې تر شپږو مياشتو د دې غونډه په اسلام آباد كښې وشي۔ د دې وړومبې غونډه به په استنبول كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د پاكستان٬ افغانستان او د تركيې د مشرانو غونډه به په تركيه كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان او د ترك اولس مشر اردوان ترمېنځه يو په يو ملاقات شوے٬ ملاقات مثبت و۔ ده ووئيل چې ترك اولس مشر او مشرانو د فتح الله ګولن په اړه د حكومت رويه او د سترې محكمې لخوا دا تنظيم د ترهګر ګرځولو پرېكړه ستائيلې۔ د تركيې حكومت او اولس په دې د پاكستان مننه كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د دورې په مهال د ترك پاكستان بزنس كونسل سره ملاقات كړے۔ وزيراعظم په انقره كښې د چېمبر دوره هم كړې۔ وزيراعظم پلاوي سره يو ځائ د مولانا روم په مزار حاضري كړې۔ پاكستان او تركيې د معاشي اړيكو په وده اتفاق كړے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د دورې په پاې كښې د جاري شوې اعلاميې نه د دورې د ګټې اندازه كېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان سره د اړيكو په اړه د امريكې په سوچ كښې بدلون راځي۔ ده ووئيل چې كه د حسېن حقاني لمن پاكه وي نو پاكستان ته دې راشي او د مقدمو مقابله دې وكړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں