د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيري مزاري په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي سره خبرې

image
APP01-31 ISLAMABAD: December 31- Dr Maleeha Lodhi Pakistan’s Ambassador and Permanent Representative to the United Nations in New York calls on Federal Minister for Human Rights Dr Shireen Mazari at Minister office. APP photo by Saeed ul Mulk

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيري مزاري وئېلي دي موجوده حكومت د بشري حقونو او صنفي مساوات ودې له عزائم تر سره كولو پلو روان دے٬ ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ دا پېغام عام كړو ۔دې دا خبره د ګل په ورځ د بشري حقونو وزارت كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې ډاكټر مليحه لودهي سره په خبرو كښې كړې۔ ملاقات كښې د هېواد دننه او په نړيواله كچه د بشري حقونو او د صنفي مساوات وضعه ښه كولو په هلو ځلو او د منصوبه بندۍ طريقو ودې لپاره د پاكستان په عزائمو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په اروپاﺀ كښې د مسلمانانو حالت او هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د پاكستان په اندېښنو هم خبرې وشوې۔وفاقي وزيرې ډاكټر مليحه لودهي د مساوات او بشري حقونو د بېلو اقداماتو څخه خبر كړه ۔ډاكټر مليحه لودهي وفاقې وزيرې له د پاكستان د بشري حقونو او صنفي مساوات په اړه عزم رامخې ته كولو لپاره د ملګروملتونو پيلټ فارم كارولو باور وركړو۔)

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں