د وزيراعظم عمران خان د چين وزيراعظم لي كي كيانګ سره د ملاقات په مهال رېډ كارپټ هركلې وكړے شو

image

بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم عمران خان د چين وزيراعظم لي كي كيانګ سره د ملاقات په مهال په لوي عوامي هال كښې رېډ كارپټ هركلې وكړے شو۔ وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس په وړومبي ځل د لوړې كچې پلاوي سره د چين په دوره دے۔ په سپين شلوار قميض او شېروانې كښې ملبوس وزيراعظم عمران خان چې كله د چين لوي عوامي هال ته ورسېدو نو د چين وزيراعظم لي كي كيانګ په دستوره كښې د ده تود هركلې وكړو۔ وزيراعظم ته په دې موقع د چينائي ځواكونو چټك ډلې ګارډ آف آنر هم وړاندې كړو او وزيراعظم د ګارډ آف آنر معائنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں