د اولس مشر ممنون حسېن د ټاكنو مهم په مهال په زياتېدونكي تشدد اندېښنه ٬ په اكرام الله ګڼدا پور او اكرم خان دراني ترسره شويو بريدونو د افسوس څرګندونه

image

اسلام آباد ۔ 22 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د ټاكنو مهم په مهال په زياتېدونكي تشدد اندېښنه ښكاره كولو سره په اكرام الله ګڼدا پور او اكرم خان دراني ترسره شويو بريدونو د افسوس څرګندونه كړې۔ ده په دې بريدونو كښې د كانديد اكرام الله ګڼډا پور په شهادت افسوس څرګند كړې۔ ده د ارواښاد بخښنې او لوړو درجو له دعا او غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔اولس مشر اړوند ادارو ته هدايت وكړو چې د كانديدانو په شمول د هېواد د هر وګړي د ځان او مال ساتنه باوري كړي دغسې چې سوليزې ټاكنې وكړې شي۔ ده ووئيل د عبوري حكومت او ټولو اړوند ادارو اولنۍ ذمه واردي ده چې ټاكنې او سياسي عمل په سپېځلې ډول كولو له ددې په لاره كښې ولاړ ټول خنډال لرې كړي دغسې چې هېواد د پخوا ترخو تجربو بدرنګو نتيجو څخه محفوظ وساتلې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں