د روان مالي كال په مهال د لوړو زده كړو ودې لپاره 46 اربه 67 كروړه روپۍ فنډ بېل كړے شوے

image

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د روان مالي كال په مهال د لوړو زده كړو ودې لپاره 46 اربه 67 كروړه روپۍ فنډ بېل كړے شوے كوم چې د تېر مالي كال په مهال 35 اربه روپې و۔ د مالي كال 17-2016م په مهال لوړو زده كړو لپاره 21 اربه روپې فنډ بېل كړے شو۔ حكومت د لوړو زده كړو ودې ته ترجيح وركوي او په دې لړ كښې د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د لوړو زده كړو كميسون ته د وړاندې نه د سټېرېجك فرېم ورك 2025 تيارولو هدايت كړے۔ دا فرېم ورك به د لوړو زده كړو معيار په نړۍ كښې د لوړو زده كړو د بدلېدونكو رجحاناتو له مخې كولو كښې مرسته كوونكې ثابت شي او سباؤن لپاره به د لوړو زده كړو د لارې ټاكنه هم وكړي۔ له بلې خوا امريكې سره د تعليمي راهداري ﴿نالج كورېډور﴾ جوړ كړے شوے چې له مخې به ئې 10 زره پي اېچ ډي سكالر تيارولې شي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں