جمو او كشمير رياست په ټوله نړۍ كښې په جنګي توګه تر ټولو زيات شخړيزو سيمو كښې يوه ده

image

اسلام آباد 25مئي (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي چې د كشميريانو د آزادۍ ډيوه د كشميريانو پشان د پاكستانيانو په زړونو كښې هم يو ډول بلېږي۔په خپل يو بيان كښې د دفاع وفاقي وزير ووئيل چې جمو او كشمير رياست په ټوله نړۍ كښې په جنګي توګه تر ټولو زيات شخړيزو سيمو كښې يوه ده٬ پاكستاني ځواكونه په لائن آف كنټرول او هندي ځواكونه په رياست جمو او كشمير كښې دننه تعينات دي۔د دفاع وزير ووئيل چې پاكستان د هند سره د ټولو شخړو پشمول په جمو او كشمير اصولي مؤقف لري۔د دفاع وزير خرم دستګير خان ووئيل چې د امن لپاره مړانه او حوصله پكار ده ٬ بايد مونږ د يو بل په ضد د بيان بازۍ په ځاې خبرې اترې وكړو

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں