د ټرانسپورټ او مواصلات څانګه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز

image

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي د ټرانسپورت او مواصلات څانګه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ پېداوار كښې اضافې لپاره د ټرانسپورټ مؤثر او فعاله نظام او نوې بنيادي اډانه لازم او ملزوم ده۔ تېره ورځ د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ په غونډه كښې د ټرانسپورټ اېنډ كميونيكېشنز 5 منصوبې وړاندې كړې شوې په كومو كښې چې اولنۍ منصوبه د 4 رويه لنك هائے وے جوړولو ده۔ په دې د مصرف اندازه د 19 ارب 99 كروړ 82 لكهه او 78 زره روپو لګولې شوې۔ دا منظورۍ لپاره اېكنك ته لېږلې شوې۔ دوهمه منصوبه د فېصل آباد – خانيوال موټروے (اېم 4 ) جوړولو ده په دې ټول لګښت 60 ارب 82 كروړه 3 لكهه روپۍ دے دا هم منظورۍ له اېكنك ته لېږلې شوې۔ درېمه منصوبه د مانسهرې ضلعې د پرمختيائي سكيم ده په دې به 1 ارب 2 كروړه 5 لكھه روپۍ لګښت راځي د كومې چې غونډې منظوري وركړه۔ د ټرانسپورټ يوه بله منصوبه د 49 كروړ 98 لكهه 1000 روپو وړاندې كړې شوه چې مقصد ئې ملير بند دادابھوئے ټاؤن څخه تر پي اېن اېس مهران روډ جوړول دي ددې هم غونډې منظوري وركړه

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں