آزادي بنيادي حق دے،مونږ دے سره ولاړ يؤ ، په کشمير د هند جواز نه لرونكے تسلط ختمول زمونږ مشن دے ۔عطاء تارړ

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي په جموں و کشمير د هند غير قانوني تسلط کوم جواز نه لري، هند په 5 اګست 2019 د خپلو اقداماتو د لارې د جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختم کړې او په کشميريانو ظلم زيات شوې، آزادي بنيادي حق دے ، مونږ دې حق سره ولاړ يؤ او د هند جواز نه لرونكے تسلط ختمول زمونږ مشن دے، د پاكستان حکومت به د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د كشميري چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د كشمير استحصال ورځ په اړه په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير چارو وزارت د كشمير استحصال ورځ په اړه خصوصي آګاهي مهم چلولې٬ په دې د وفاقي وزير انجينئر امير مقام مننه كوؤ۔ ده ووئيل د 5 اګست 2019 غير قانوني اقداماتو له مخې هند د جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختم کړې، په بے ګناه کشميريانو لويې ظلم روان دے، د هند د اړخه په جمو و کشمير كښې د بنيادي انساني حقونو پرله پسې خلاف ورزي كېږي۔ده ووئيل په جمو و کشمير د هند غير قانوني تسلط کوم جواز نه لري۔ د پاكستان حکومت په جموں و کشمير كښې د ظلمونو تل غندنه كړې ٬ مونږ به د كشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتؤ۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د پي ډي اېم حکومت په مهال هم د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته وينا كړې وه او د کشميريانو د خپلواكۍ د حق خبره ئې كړې وه،د ملګرو ملتونو سکيورټي کونسل په قراردادونو عمل درآمد دې باوري كړې شي او په جمو و کشمير كښې دې غير قانوني هندي تسلط ختم كړے شي۔ ده ووئيل د 5 اګست 2019 غير قانوني، غير اخلاقي او جواز نه لرونكې اقداماتو لاندې د جمو و کشمير خصوصي حيثيت ختم کړے شوے او هلته د بشري حقونو خلاف ورزۍ زياتې شوي، په حريت لارښودو ظلم روان دے۔ده ووئيل مونږ غوښتنه كوؤ چې په جمو و کشمير كښې دې بنيادي انساني حقونو سره سره د جمو و کشمير خصوصي حيثيت بحال كړے شي ٬ د ملګرو ملتونو منظور کړې شوي قراردادونو له مخې دې په بے ګناه كشميريانو د ظلم روانه لړۍ بنده كړې شي او كشميري اولس له دې د خپلواكۍ حق وركړے شي۔ ده ووئيل كشميريانو لويې قربانۍ وركړې دي، نن هم هغوې غږ پورته كوي چې مونږ پاكستانيان يو او پاکستان زمونږ دے۔ ده ووئيل آزادي بنيادي حق دے، مونږ د دې حق سره ولاړ يؤ او جواز نه لرونكې هندي تسلط ختمول زمونږ مشن دے،د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې بايد کشميريانو ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شي۔په دې موقع په جموں و کشمير كښې د هند په ظلمونو جوړ شوې يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو۔

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں