اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت كركيلي او صنعتي څانګو ته يو برابر پرمختګ او وګړو ته آسانۍ وركولو ته خاص پاملرنه كوي٬ حكومت دې خبرې ته هم خاص پام كوي چې د كركيلې او صنعتي څانګو يو برابر پرمختګ باوري كړې شي او عامو وګړو ته آسانۍ وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيرِاعظم پخپله مشرۍ كښې د ګنو بيعه په سركاري توګه د ټاكلو په اړه د لوړې كچې غوندې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، مخدوم خسرو بختيار، د پنجاب وزيرِ اعليٰ سردار عثمان بزدار، د تجارت خاص مرستيال عبدالرزاق داؤد، د اطلاعات اغو خپرونو ډاکټر خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوان، نديم افضل چن، د پنجاب خوراك وزير سميع الله چوهدري، د كر كېلې صوبائي وزير نعمان احمد لنګړيال، د خېبر پښتونخوا د خوراك وزير حاجي قلندر خان لودھي، د اړوندو څانګو وفاقي او صوبائي سېكترانو ٬ د مسابقتي كمېسون چيئرپرسن وديا خليل او نورو افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ګني د سركاري بيعې ټاكنې په اړه د بېلا بېلو محركاتو جاج واخستې شو او صوبو ته په دې لړ كښې د عملي اقداماتو امر وكړې شو۔ وزيراعظم د غنمو بيعې ټاكلو په اړه د اقتصادي رابطه كمېټۍ د پرېكړې نه هم خبر كړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول اقتصادي رابطه کميټۍ د من په سر د غنمو بيعه 1365 روپۍ د ټاكلو پرېكړه كړې چې ورسره به كروندګر سوكاله شي۔ وزيراعظم د اي سي سي په پرېكړو د اطمينان څرګندونه هم كړې ۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د پنجاب حکومت به د غنمو د سركاري بيعې اعلان كولې شي۔ په غونډه كښې دا هم پرېكړه وشوه د اېكس مل او ريټېل په كچه د چينو په بيعه كښې استحكام باوري كولو لپاره د پنجاب حكومت لخوا ټولو ضروري انتظاماتو لپاره به اقدامات كولې شي ٬ دغسې غونده كښې پرېكړه وشوه چې د پنجاب حكومت به د شوګر ملونو په ذمه د كروندګرو واجبات وركول باوري كوي او په دې لړ كښې به ټول دوهم كشمنران پخپلو اړوندو سيمو كښې د شوګر ملونو لخوا كروندګرو ته د ادائيګي كولو سند جمع كوي۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د پنجاب حكومت لخوا به په قانون كښې بدلون كولې شي او دا خبره به باوري كولې شي چې د شوګر ملونو لخوا په ټاكلي شوي وخت كښې كروندګرو ته د پېسو نه وركولو په صورت به جرمانه وركولې شي۔ وزيراعظم د پنجاب حكومت ته امر وكړو چې دا خبره باوري كړئ چې كروندګر نه دې پورا وزن او د ھغې له مخئ روپی وركړې شي۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته ووئيل حکومت كركيلي او صنعتي څانګو ته يو برابر پرمختګ او وګړو ته آسانۍ وركولو ته خاص پاملرنه كوي۔وزيراعظم امر وكړو چې د خوراكي توكو طلب او رسد ٬ د بيعې ټاكنه ٬ د كروندګرو لګښت كمولو او دوي ته سازګار ماحول وركول لپاره دې د اوږدې مودې پاليسي جوړه كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د كروندګرو د لګښت خرڅونه كمولو لپاره دې پاليسي په ترجيحي بنيادونو بشپړه كړې شي۔ وزيرِ اعظم مسابقتي کميشن ته هم امر وكړٶ چې د موجوده قوانين جاج اخستو سره ضروري