سرمايه کارو له مو آسانۍ پېدا كړې٬ غواړم چين پاکستان كښې د ټېکسټائل، آئي ټي، فنانس، د كورونو جوړولو٬ كركيلې٬ او سېلګرۍ په اړه سرمايه كاري وكړي

image
APP50-08 BEIJING: October 08 - Prime Minister Imran Khan delivering his key-note address at China Council for Promotion of International Trade (CCPIT). APP

بيجنګ 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان سرمايه کارۍ لپاره زيات محفوظ هېواد دے، د معاشي اصلاحاتو له مخې سرمايه كار پاكستان كښې خوښي لري ٬ چين سره د خپلواكې تجارتې لوظنامه كوٶنكې يو ٬ د چين پاکستان اقتصادي لارې مسئلو لرې كولو لپاره سي پېك اتهارټي جوړه كړې شوې٬ ګوادر بندر ځائ د سي پېك منصوبې بنياد دے، پاکستان كښې د سېلګرۍ په لړ كښې د پرمختګ پراخه موقعې شته ٬ مونږ د كورونو كمي سره مخ يو، پنځو كالو كښې د 50 لكه كورنو په منصوبه كار روان دے ٬ حکومت خارجي سرمايه كارو ته د آزادې ويزې آسانۍ وركړي٬ غواړو چې سرمايه كار پاكستان ته راشي او پېسه وګټي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د نړيوال تجارت ودې لپاره په جوړ چائنا كونسل كښې غونډې ته وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د چين په 70مې قامي ورځ د چين حكومت او اولس ته مباركي وركوٶ٬ وړومبې چين د پاكستان نه زده كړه وكړه اوس پاكستان د چين نه زده كړه كوي۔ ده ووئېل مونږ له د چين نه دا زده كړه پكار ده چې ھغوي قام څنګه د غربت نه خلاص كړے۔ ده ووئيل چين په نړۍ كښې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې هېواد دے او چين په تېرو پنځو كالو كښې د كرپشن خاتمې سره په وزارتي كچه 400 كسانو ته د زندان سزاګانې وركړې دي٬ مونږ هم د بدعنوانه عناصرو په ضد دا ډول كاروائي كول غواړو خو زمونږ نظام په قلاره روان دے۔ ده ووئېل د سرې فيتې خنډ هم د كرپشن لوي سوب وي٬ هيله لرو چې په رو رو به وضعه بهتره شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د غربت خاتمې لپاره د چين د اقداماتو نه ګرده نړۍ زده كړه كوي۔ ده ووئيل چين په 30 كالو كښې 70 كروړه خلق د غربت نه خلاص كړي٬ كرپشن د هېوادونو په پرمختګ كښې د ټولو نه لوي خنډ دے او چين د كرپشن په ضد كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئيل پاكستان كښې به په كرپشن قابو موندلو كښې لږ وخت لګي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد ته د سرمايه كارو د نه راتګ لوے سوب كرپشن دے او د چين د کميونسټ ګوند كاميابيو څخه زده كړه كوٶ۔ ده ووئېل په پاکستان كښې د سولې ثبات وضعه ښه ده۔ دوزيراعظم ووئيل د پاکستان د ستراتېژكې چاپېرچل امله سرمايه كار دلته سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل د پاکستان د آبادۍ 60 فيصده برخه په ځوانانو مشتمل ده٬ د سرمايه كارۍ اضافې لپاره اصلاحاتو كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د سېلګرۍ په اړه بلها موقعې لري٬ پاكستان كښې به پرمختګ لپاره د مېرټ پاليسي خپلول وي٬ مذهبي سېلګرۍ لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د چين سرمايه کارو سره خبرو لپاره په دوره راغلې يم۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي ځكه چې مونږ سرمايه كارو لپاره آسانۍ پېدا كړي۔ده ووئېل پاکستان دغواړي چې چين په ټېکسټائل، آئي ټي، فنانس، د كورونو جوړولو٬ كركيلې٬ او سېلګرۍ په څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرو زرو او پيتلو (تانبې) پراخه ذخيرې شته ۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې سرمايه كار پاكستان ته راشي او ګټه وكړي۔ د دې نه وړاندې د نړيوال تجارت ودې لپاره چائنا كونسل (سي سي پي آئي ټي) ته په رسېدو د كونسل چيئرپرسن ګاٶ ژان د وزيراعظم هركلې وكړو۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں