د چين خارجه وزارت وياند د وزيراعظم عمران خان او د چين د خارجه چارو وزير ترمېنځه په ملاقات تبصره

image

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) چين وئيلي دي چې چين به د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ روان ساتي٬ پاك چين دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچه نزدې شريكه مرسته لا مستحكم كېږي۔ د نهې په ورځ بېجنګ كښې د چين د خارجه وزارت وياند د اوونيز بريفنګ په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې كښې د وزيراعظم عمران خان او د چين د خارجه چارو وزير ترمېنځه په ملاقات تبصره كولو سره ووئيل چې زمونږ دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچه نزدې شريكه مرسته لا مستحكم كېږي۔ وياند ووئيل پاكستان او چين سدا بهار ستراتېژك شراكت دار او دواړه هېوادونه په هر فورم د يو بل ملاتړ كوي۔ وياند واضح كړه چې چين به د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د چين د ملګرتيا تګ راتګ او عملي مرستې ته وده وركولو او سي پېك د پرمختګ د اعلٰې معيار ماډل جوړولو په غرض به پاكستان سره كار دوامدار ساتي۔ ده ووئيل د پاك چين دوستۍ سره د اولس معاشي حالت ښه شوے دے

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں