د سائنس او ټیكنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن ټی وی پروګرام كښې خبرې

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) د سائنس او ټیكنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي كشمیریانو عمر له خپل جنګ پخپله كړې او پاكستان عمر له په دې جنګ كښې د كشمیر ملګرې ؤ۔ دا مهال دوه اتومي طاقتونه د يو بل په ضد ولاړ دي ، مونږ د امن لپاره ولاړ يو، مونږ امن خوښې يو خو امن د ذلت سره راتللې نشي بلكه د يووالي راځي او د هند وزیر اعظم نریندر مودی چې څومره زر هم پھ دې خبره پوهه شي دومره به د سيمې لپاره ښه وي، په كشمیر د ثالثۍ په اړه د امريكې كردار كردار مثبت دے۔ يو نجی ټی وی پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مقبوضه كشمیر كښې چې كومو وګرو د هندي حكومت د بیانیې حمایت كولو هغه هم اوس د هند په ضد راولاړ شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مقبوضه كشمیر كښې په 23 اګست شوي احتجاج او د پاكستان په هڅو نړيوال ضمیر راپورته شوي ۔ ده ووئيل زه د مقبوضه كشمیر ټولو وګړو ته غږ كوم چې په ګڼ شمير رابهر شي، په هغوي چې كوم جبری حكومت،فاشزم مسلط او ظلم روان دے هغه دې مسترد كړي، ده ووئېل كشمیریان دې په ګڼ شمير د خپلې آزادۍ لپاره رابهر شي ٬ كشمیریان عمر له خپل جنګ پخپله كوي او پاكستان په دې جنګ كښې عمر له د هغوي سفارتې مرسته كړي

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں